Paimana

بلا: شیرین اغا جهانګیر

07.06.2011 09:27

بلا

لیکوال: الستور

 

 

·       هیله ده د کم عمر لرونکي دې دا کیسه نه لولي!

·       د پنځلسو نه کم او د پنځوسو نه زیات عمر لرونکي دي نه لولي!

·       هغه خلک چې  د زړه ناروغي لري، دا کیسه دې نه لولي!

 

 

یو موسیقۍ ته ورته  آواز وشو. داسې آواز چې د پخوانیو ټېلېفونو د زنګ آواز ته ورته و!

۳۲ کلنه مریمه خپل ۱۰ کلن زوی کامران ته وویل:" کامرانه زویه! خځلې د کور مخې ته کښېږده! د ښاروالۍ موټر راغی."

کامران پوښتنه وکړه:  " مورې! هماغه د خځلو او کثافاتو موټر؟"

مریمې وویل:" زویه! داسې مه وایه! بده ده. باید ووایئ( د ښاروالۍ موټر)"

د مریم ۳۵ کلن خاوند، علي؛ چغې کړې: " وه ښځې! څله يې زوروئ، پرېږده چې ارامه وي!"

د مریم خاوند په زوره زوره وخندیده او تشناب ته د لامبا لپاره ننوته.

کله چې مریم مطمئنه شوه چې خاوند يې نشته، خپل زوي کامران ته يې بیا وویل:"  د ښاروالۍ موټر!!! اوس زر لاړ شه چې درنه لاړ نه شي!"

کامران خپل د لوبو ټوپک ځمکې ته ګذار کړ او د دروازې په طرف لاړ.

د څو شېبو وروسته د ښاروالۍ د موټر د تللو غږ د مریمې غوږ ته راغی. د تشناب د اوبو شړپهار اورېدل کېده. علی په داسې حال کې له تشنابه رابهر شو چې جانپاک يې تر ځانه تاو کړی و. له مریم نه يې پوښتنه وکړه:

کامران چیرې؟

مریم وویل:

خځلې د دروازې مخ ته ږدي. اوس به راشي.

علي وویل:

ځه لاړه شه! هغه دننه راوله! کیدای بیا د کڅې له ماشومانو سره په لوبو بوخت وي. د شپې په دې وخت کې بهر کې لوبې خطرناکې وي!

مریم د هغه خبره تائید کړ او ويې ویل:

ته رښتیا وايې!

مریم خپل څادر په سر سم کړ او د دروازې په طرف لاړه. په کوڅه کې داسې چوپتیا خوره وه چې که د خپلو ګوتو تق دې ایستی وای، ټوله کوڅه کې به يې انګازې کولې. مریم په ټوله کوڅه کې ښکته پورته وګرځېده، مګر کامران يې ونه مونده. کله چې بېرته راستنه شوه، پوه شوه چې علي هم خپلې جامې اغوستي او د هغې پسې کوڅې ته راوتی دی.

علي پوښتنه وکړه:

چیرته دی؟

نشته! ټوله کوڅه مې ولټوله! نشته!

علي ددې پرځای چې د کامران غم وکړي، تر پخوا لاډېر غوصه شو او ويې ویل:

یو ځل دې دی زما ګوتو ته راشي، دومره يې ووهلم چې خپل پوه شي چې له سیره څو پخیږي!

مریم وویل:

باید پولیس خبر کړو!

علی وویل:

دومره سوچ مکوه! حتما د خپل کوم دوست کورته لاړ دی! تېر ځل هم د احمد دوي کورته لاړ و.

مریم غوښتل څه ووایي، مګر علي يې خبره پرېکړه:

ته راشه! ټولو ملګرو ته يې زنګ وهو! که مو پېدا کړه، ښه ترښه او که مو پېدا نکړ نو بیا زه خپله پولیسو ته ورځم.

مریم بې له ځنډه کورته ننوته. د ټېلیفون ګوشي يې پورته کړه او په زنګ وهلو يې پېل وکړ. هغې د کامران ټولو ملګرو ته زنګ وواهه.

هیڅوک د کامران په اړه نه پوهېدل. ختی د کامران نږدې ملګری؛ سعید هم د هغه نه بې خبره و. مګر سعید هغوي ته یوه خبره وکړه. د سعید په دې خبره د هغوي په وجود لړزه راغله.

سعید په خپل ماشومانه اندازه وویل:

د کامران د کټ لاندې د هغه یو بکس دی. هغه به خپل ټول رازونه هلته پټولو. که څه هم ما له هغه سره وعده کړېوه چې چاته به يې نه وایم، مګر نه پوهیږم چې ولې مې تاسې ته وویل. ښه خیر، کیدای شي له تاسې سره مرسته وکړي.

مریم او علي په منډه د کامران د کټ له لاندې نه د هغه بکس رابهر کړ. مګر بکس قلف و. بکس په یو طلايي قلف باندې تړل شوی و.

مریم یوه شېبه بکس ته حېرانه ولاړ وه، لاړه او څټک يې راوړلو. علي په ډېر زحمت وکولای شو چې قلف مات کړي. د بکس په مڼځ کې یو زوړ کاغذ ایښی و!!!

علي په ډېر احتیاط سره کاغذ له بکسه راواخیسته او ویې کاته. په کاغذ باندې په ماشومو ګوتو باندې نقاشي شوېوه.

مریم پوښتنه وکړه:

دا څه دي؟

عجیبه نقاشي وه. یو دنګ او غټ موجود. زیړې سترګې يې لرلې. بدن يې په ویښتانو پوخلی و. اوږدې اوږدې ګوتې او تېره تېره نوکان يې درلود. پښې يې هم د لاسونو په شان غټې او نوکان يې لکه د چړو راوتي و. د ددغه وحشتناک مخلوق له خولې نه وینې څڅېدې.

مریم بیا پوښتنه وکړه:

شیشکه ده؟

علی مخالفت وکړ او ويې ویل:

ګمان نه کوم چې دا دې شیشکه وي. څهره يې د سړو دی.

مریم بیا وپوښتل:

ددې نقاشۍ معنی څه ده؟

علي وویل:

زه نه پوهیږم! مګر...هو! پېدا مې کړ! ددې کار چاره زما له تره؛ حسین سره دی!

مریم وویل:

ستا تره؟ تاته د هغه کور معلوم دی؟

علي وویل:

هو! ها بل پرون ورکره مېلمه وم! که دغه مخلوق په رښتیا سره شتون ولري او خرافات نه وي، زما تره حسین به يې ضرور وپيژني. هغه ډېر زاړه فکرونه لري. هغه یو پخوانی سړی دی. ځان برابر کړه چې لاړ شو!

مریم په وارخطا غږ پوښتنه وکړه:

څه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

علي وویل:

لئوناردو داوینچي! دا د ټوکو وخت نه دی! جګه شه چې لاړ شو! زر شه!

مریم خپل زوي ته وارخطا وه.ډېر زر يې ځان تیار کړ. خپل موټر ته پورته شول او د حسین د کور په طرف روان شول.

هغوي ډېر زر د حسین کورته ورسېدل. هغه يې له خوبه رابېدار کړ. هغه په دې خاطر چې له دروند خوبه يې راویښ کړی و، په غوصه نشو. هغه کوښښ کاوه چې د هغوي سمه مېلمه پالنه وکړي.

علي وویل:

ګوره تره! زه پوهیږم چې ډېر ناوخته دی.....مګر....

بیا يې خپل تره ته انځور ورکړ او ورته يې وویل:

کېدای شي ووایاست چې په دې نقاشۍ کې تاسې څه وینئ؟

حسین خفه او وراخطا وراخطا نقاشۍ ته وکاته او ويې ویل:

دا یواځې یو ماشومانه نقاشي ده.

مریم او علي ناهیلي شوي و، غوښتل يې پورته شي چې حسین ورته وویل:

دا... صبر وکړئ چې ووینم..... بسم الله الرحمن الرحیم....! دا مو له کوم قبر نه راوړی دی؟

د حسین غږ ډېر اوچت و، علي وارخطا شو او ويې ویل:

که رښتیا ووایو نو کامران نن شپه ورک شو. مونږ دا نقاشي د هغه د تخت لاندې په یو بند بکس کې پېدا کړ.

تره يې وویل:

ان الله و انا الیه راجعون

علي په غوصه شو او ويې ویل:

یعنې څه؟ ستاسو مقصد څه دی؟

تره يې بې له کومې پاملرنې وویل:

حتما د همدې نقاشي په خاطر يې هغه وژلی دی! بېچاره ماشوم!!!

مریم هم غوصه شوه:

کامران نه دی مړ شوی! تاسې پوهیږئ چې څه وايئ؟

حسین وویل:

ګورئ. د خدای په خاطر! هر څنګه چې کیږي، دا انځور دغه بلا ته بېرته ورکړئ، تر څو دا بلا ستاسې له سره پورته شي. ای خدایه.........!

علي وویل:

نه تره! ته باید اول ووایې چې خبره څه ده!

تره يې یوه شېبه غلی و او بیا يې وویل:

بلا.....!!! هو!!!!! هغه خپله و، دا ماشوم ډېر زیرک و، د زیرکتیا له مخې يې د دې بلا انځور نقاشي کړی و. مګر ددې لپاره چې د بلا عکس د بل چا تر ګوتو ونه رسي، هغه يې وژلی او خوړلی دی! اوس وروستي ښکار يې مونږ یو!

مریم پوښتنه وکړه:

اوس څه وکړو؟

حسین وویل:

دا عسک ور وسپارئ! او نور هر څه هېر کړئ! اوس يې مونږ وروستی هدف یو.

علي پوښتنه وکړه:

ولی تاسې؟

تره يې یوه ترخه موسکا وکړه او ويې ویل:

ځکه چې ما هم دا انځور ولید.

د ښیښې د ماتې غږ تر غوږ شو. کوټه په لړزېدو شوه. حسین وراخطا شو او ويې ویل:

زر وتښتئ! سبا ته په همغه وخت کې چې ګمان کوئ چې بلا راګرځي، هغه ته بلنه ورکړئ او دا نقاشي هغه ته ورکړئ. د بلا ګانو او ښاپېریو د رابللو منتر زما له کتابخانې نه له ځانه سره واخلئ. هل زر شئ!

علي د سترګو په رپ کې کتابخانې ته لاړ او منتر يې پېدا کړ. هغه ددې په ځای چې یوه پاڼه وشکوي، ټول کتاب يې له ځانه سره واخیست.

تره يې ورته وویل:

هله! زر شې نو! لاړ شئ!

مریم وویل:

تاسو څنکه؟

حسین وویل:

زه نشوم کولای تاسې غوندې قدم ووهم! زر لاړ شئ!

علي او مریم په منډه منډه وتښتېدل. یوه شېبه وروسته خرار او د کوم شي د خوړلو آواز يې تر غوږ شو. چغې شوې، کړیکې وی. د علي د تره؛ حسین چغې په ټوله سیمه خوره شوه. داسې ښکارېده چې بلا لګیا دی او حسین خوري.

علي او مریم موټر ته پورته شول او له هغه ځایه وتښتېدل.

شپه تېره شوه. داسې ښکارېده چې یو قرن تېر شوی وي. علي او مریم د بلا سره مخامخېدو ته شېبې شمېرلې. په هغه کتاب کې چې علي د خپل تره حسین له کورته اخیستی و، د بلا په هکله نور معلومات هم ورکړ شوي و. په دې کتاب کې لیکل شوی و چې دا بلا د پېریانو له ډلې څخه دی، د انسان له غوښې سره مینه لري او په خیرنو او تیارو ځایونو کې ژوند کوي. تل يې له خولې نه وینې بهیږي...

د شپې نهه بجې وې، څراغونه يې مړه کړل او څو شمعې يې روښانه کړې. یوه شمع يې خپلې مخې ته کېښود .

علي خپل لسټونی پورته کړ. په خپل لاس باندې يې د بلا د احضارولو منتر ولیکلو.

څو شېبې نه وې تېرې چې د ښاروالۍ د موټر آواز شو. په سوړ ژمي کې په هغوي خولې ماتې وې، مګر د یخنۍ نه په کې لړزېدل. بلا اوس د هغوي د کور مخ کې و.

علي یو ناڅاپه وویل:

زه بلا ته بلنه د راتګ ورکوم...!

مریم فکر کاوه چې علي باید دغه جمله څو ځله له ځانه سره تکرار کړي تر څو بلا راشي، مګرداسې نه و.

 لوګي په کور خپرې شوې. یو غټ موجود چې زیړې سترګې يې وې او تور ویښتان يې په وجود پرتې وې. دا موجود همغه تصویر ته ورته و چې د کامران له بکس نه لاس ته راغلی و. علي او مریم د بلا په لېدلو سره دومره ډار شوي و چې په ډېرې ستونزې يې خپل وجود خوځولو.

علي په ډېرې ناتوانۍ وویل:

ای بلا!... ستا تصویر دادی.... ته کولای شئ چې هغه له ځانه سره یوسئ.... له تاسره څوک کار نه لري!

بلا په خندا شو او ويې ویل:

سلام پلاره! څنګه يې؟

د کامران غږ و. بلا د کامران د غږ تقلید کاوه. وروسته يې په لاس کې یو څه څرګند شو. داسې ښکارېده لکه یو پرې شوی سر. دا د کامران سر و.

علي د سر په لېدلو په غوصه شو، پورته شو او د بلا عکس يې څیري څیري کړ او ويې ویل:

چټله انسانه! څنګه دې وکولای شو چې....؟

علي په بلا باندې حمله وکړه.

بلا سم د لاسه د علي په مرۍ خوله ولګوله، د هغه د مرۍ غوښې وشکولې او ويې خوړلې.

مریم هم پورته شوه. هغه هم پوهېده چې ژوندۍ نه پاتې کیږي. همدارنګه د مېړه او زوي نه پرته يې ژوند څه مانا لرله؟.

سمدلاسه يې د علي له ملا نه هغه تفنګچه چې دوي د همدې ساعت لپاره اخیستي و، رابهر کړ او په بلا يې ډزونه وکړ.

مرمۍ د بلا په وجود ولګېد، مګر بلا پوه نشو. د تفنګچې مرمۍ د هغه په وجود باندې داغ هم جوړ نه کړ.

بلا د مریم لورته منډه کړه. مریم له ډېره ډاره چغې کړې:

بسم الل.............................

د جملې له بشپړېدو وړاندې بلا هغه پورته کړه او د کړکۍ طرف ته يې بوتله. هغه يې له پنځم چت نه لاندې رازوړنده کړه.

مریم کوښښ کاوه چې له بلا سره جنګ وکړي. مریم خپلې پښې پورته کړلې او د بلا له مرۍ نه يې تاوې کړې. مریم د بلا په اوږو پورته شوه. د هغه مرۍ يې د خپلو پښو په منځ کې کلک ونیو او فشار يې ورته ورکړ.

بلا د مریم دواړه پښې واخیسې او هواته والوته.

د مریم سر د کوټې له چت سره ولګېده. بلا تر هغه پورې همدا کار کاوه تر څو چې د مر یم سر دوه ټوټې شو.

بلا د مریم جسد هم د هغې د خاوند له جسد سره کېښوده او خپله په داسې حال کې د کثافاتو په موټر کې له سېمې پناه شو چې یو وړوکی پرهر يې هم په وجود کې نه و جوړ شوی.

 

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

-۶-۶-۲۰۱۱

۱۶ جوزا ۱۳۹۰

صفا راډیو


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.