Paimana

بې کوره: شیرین اغا جهانګیر

07.06.2011 08:14

بې کوره

یوه جوړه جامې يې په دې واورینه شپه کې په تن وې. لاسونه يې له ډېرې یخنۍ نه تکې سرې اوښتې وې. هر څه يې وکړ، وجود يې تود نشو.

منډې يې کړې، مګر وږی و، ويې نشو کولای. مرۍ يې وچه شوه.

سپي د موټرانو لاندې ننوتل. ماشوم هم د یو موټر لاندې ننوت.

هلته یو څه ګرم و. ویده شو.

سهر موټران روښانه شول او لاړل، مګر هغه په ابدي خوب ویده پاتې شو.....

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

-۶-۶-۲۰۱۱

۱۶ جوزا ۱۳۹۰


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.