Paimana

غلا: لنډه کیسه

07.06.2011 08:11

غلا

د پلار ټوخی مې له سهاره نه و غلی شوی. له خپلې کوټې ووته او په ما يې غږ وکړ:

زه لاړم چې له نانوايي نه ډوډۍ راوړم!!!

د پلار کوټې ته مې منډه کړه. لس دقیقې وخت راسره و. نه د میز لاندې و، نه د کمبلې لاندې، نه د تېلېفون تر څنګ، نه د کتابونو د المارۍ ترڅنګ، نه د کړکۍ ترڅنګ، نه يې د جامو په جب کې و او نه يې د واسکټ په جب کې...

ستړی شوم. سر راباندې تاو شو. د هغه د تخت د پاسه کښېناستم. نا څاپه مې سترګې پرې پرېوتې. د خپلو بوټانو په منځ کې يې ایښې وې. خیز مې پرې وکړ او راوامې خیسته. شاوخوا مې وکاته. هر څه سم و. خپلې کوټې ته لاړم. ځان مې په اودو واچوه.

د اپارتمان د دروازې د خلاصېدو غږ مې تر غوږ شو؛ نهه، اته، اووه، شپږ... خپلې کوټې ته ننوت. پنځه، څلور، درې،... له خپلې کوټې رابهر شو، دوه، یو... راغی او زما د سر د پاسه ودرېده:

وایم رايې کړه!

ځان مې خوبوړی کړ او سترګې مې خلاصې کړې:

څه شی؟

وایم رايې کړه! لس ثانيې وخت لرئ، که نه بیا به دې تش جسد پروت وي.

بیا يې په شمېرلو پېل وکړ؛ لس، نهه، اته، اووه، شپږ، پنځه....

پوه شوم چې ټوکې نه دي، ومې ویل:

قسم دی که ما اخیستي وي!

ویل يې:

څلور، درې، دوه، یو....

خپل لاس يې زما په مرۍ کښېود او فشار يې ورکړ. رنګ مې تک سور شو. ساه مې بنده شوه. نا څاپه يې سترګې د سګرټو په زبیخل شوي قوطۍ پرېوتې. منډه يې کړ. د سګرټو زبیخل شوی قوطۍ يې پورته کړه. په داسې حال کې چې ساه يې بنده بنده کېده، ويې ویل:

خوښ می....شوې. دا ځل چې مې خپل معاش واخیست، حتما درته یوه جائزه اخلم....

 

شیرین اغا جهانګیر

۱۷ جوزا ۱۳۹۰

۷ می ۲۰۱۱

صفا راډیو


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.