Paimana

بودا او فاحشه

06.02.2011 11:34

بودا او فاحشه

بودا یو کلي ته سفر وکړ...

یوه ښځه د بودا په خبرو مینه شوه، له بودا نه يې غوښتنه وکړه چې د هغې میلمه شي. بودا ورسره ومنله او له ښځې سره د هغې میلمستیا ته روان شو.

د کلي حاکم په منډه منډه ځان د بودا خواته ورساوه او ورته يې وویل:

-        ای بودا! دا ښځه بدلمنې ده، ته ددې کور ته مه ورځه!

بودا د کلي حاکم ته وویل:

-        یو لاس دې ماته راکړه!!!

د کلي حاکم حیران شو او خپل یو لاس يې بودا ته ورکړ.

بودا د کلي حاکم ته وویل:

-        اوس چک چک ووهه!!!

د کلي حاکم لا پسې حیران شو او ويې ویل:

-        هیڅوک نشي کولای چې په یو لاس چک چک ووهي!

بودا مسکی شو او ويې ویل:

-        هیڅ ښځه نشي کولای چې په ځانله ځان بدلمنه او فاحشه شي، مګر داچې د ټولنې سړي هم بدلمن ونه اوسي. همدا د ټولنې سړي او د هغوي مال او دولت دی چې د ټولنې ښځې بدلمنتیا او فحاشۍ ته راکاږي...

ژباړن : شیرین اغا جهانګیر

۶ فیبروري ۲۰۱۱

۱۷ دلو ۱۳۸۹

Shpoon 07.02.2011 11:03

Bilkul Reshtia da

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.