Paimana

نومیالي: شیرین اغا جهانګیر

03.02.2011 08:29

نومیالي

 

شیخ ابي سعید ابي الخیر ته چا وویل:

-        هغه فلانی کس د اوبو پر سر ګرځي.

شیخ ورته وویل:

-        آسانه ده، چونګښې او بتکې هم د اوبو پر سر ګرځي.

شیخ ته يې وویل:

-        هغه فلانی کس هوا ته الوزي.

شیخ ورته وویل:

-        مچان او ماشي هم هوا ته الوزي.

شیخ ته يې وویل:

-        هغه فلانی کس په یوه شیبه کې له یو ښاره بل ښار ته تللی شي.

شیخ ورته وویل:

-        شیطان هم په یوه شیبه کې له یو ښاره بل ښار ته تللی شي.

 دغه کارونه دومره ستونزمن او ارزښتمن نه دي او نه دغه خلکو ته نومیالي ویلی شو، نومیالي هغه دي چې د خلکو په منځ کې پاتې شي، له خلکو سره راکړه ورکړه ولري او یوه شیبه له خدایه غافل نشي.

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۳ فیبروري ۲۰۱۱

۱۴ دلوه ۱۳۸۹


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.