Paimana

خیانت: شیرین اغا جهانګیر

30.01.2011 08:01

خیانت

یوه مکسیکويۍ پېغله د یو اداري ماموریت په موخه د څو میاشتو لپاره ارجنټاین ته لاړه. دوه میاشتې وروسته له خپل مکسیکويي نامزاد څخه یو لیک ترلاسه کړ چې په کې لیکلي و:

-        ګرانې لورا! ډېره بخښنه غواړم چې نور نشم کولای چې دغه د لرې وطن یارانې ته دوام ورکړم. باید ووایم چې له کوم وخت څخه چې ته له مکسیکو څخه لاړه يې، له همغې نیټې راهیسې ما له تاسره لس وارې خیانت کړی دی. زه پوهیږم چې زه او ته، یو هم باید دا وضع ونه زغمو.  ما وبخښه! او کوم عکسونه چې مې تاته درلیږلي، بېرته يې راولیږه!!!

               په مینه،

                                   رابرټ

نجلۍ چې کله لیک ترلاسه کړ، د خپل نامزاد په دې کار ډېره خفه شوه، له خپلو همکارانو څخه يې وغوښته چې د خپلو ورونو، تره زامنو، ماما زامنو،.... عکسونه دې هغې ته په پور ورکړي.

نجلي له خپلو همکارانو څخه عکسونه واخیسته او د خپل نامزاد له عکس سره يې په یو پاکټ کې بند کړ او هغه ته يې واستاوه. نجلۍ له عکسونو سره یو لیک هم ولیږه چې په کې يې لیکلي و:

-        ګرانه رابرټه! بخښنه غواړم، هر څه کوښښ چې مې وکړ، ستا څهره مې یاد ته رانغله، هیله کوم چې د عکسونو له منځ نه خپل عکس واخلئ او نور عکسونه راته بېرته راولیږئ.

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۳۰ جنوري ۲۰۱۱

جلالکوټ

ځوان 31.01.2011 01:32

افرین شه په دی مغزو چی داسی هغه د چا خبره ټک او پترئ جواب یی ورته ورلیږلئ ددی رابرټ رزیل سره خو همدا لورا جوړیږی متل دئ چی همدا دیګ اړ همدا شلغم<br />نو درابرټ سره په رښتیا همدا شلغمئ (لورا) جوړیږی چی بیا اینده یی سوچ وی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.