Paimana

دوه درویشان: شیرین اغا جهانګیر

13.01.2011 10:17

 دوه درویشان

(له قابوس نامې څخه)

دوه درویشان سره په یو سفر کې ملګري ول. یو درویش ډېر زیات ډنګر و او د ورځې يې یواځې یو څل خوراک کاوه، بل درویش ډېر چاغ و او غښتلی وجود يې درلود، د ورځې به يې په درې ځلي خوراک هم بسنه نه کوله.

دواړه یو ښار ته ورسیدل. د ښار پولیس د دوو جاسوسانو په لټه کې ول. د ښار پولیس د دوو جاسوسانو پر ځای دغه دوه درویشان ګرفتاره کړل او په زندان کې يې ورګذار کړ. د دغو دوو درویشانو پسې د زندان دروازې بندې شوې او اوبه او خواړه يې پرې بند کړ.

دوې اونۍ تېرې شوې، اصلي جاسوسان پېدا شول او دوه درویشان بې ګناه وختل.
د زندان ساتونکي لاړل او د هغې کوټې دروازه يې خلاصه کړه چې درویشان يې په کې بندي کړي و. مامورین په خونه کې ولیدل چې ډنګر درویش ژوند پاتې دی مګر هغه غښتلی او پېړ درویش مړ شوی.

د زندان ساتونکي حیرانه شول. هغوي په دې نه پوهېدل چې ولې وچ او ډنګر درویش ژوند پاتې او چاغ درویش مړ شوی دی.
یو هوښیار کس د زندان ساتونکو ته وویل:

-        که داسې نه وای شوی، باید چې تعجب مو کړی وای! غښتلی او خیټور درویش ونه شوکلای چې له یوې اونۍ زیاته لوږه وزغمي او ژوندی پاتې شي، مګر ډنګر درویش له لږ خوراک سره عادت شوی و، هغه وکولای شو چې تر یوې اونۍ زیات لوږه وزغمي او ژوندی پاتې شي.

 

 

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۹ جنوري ۲۰۱۱

۱۹ جدي ۱۳۸۹

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.