Paimana

جنت

09.01.2011 08:47

جنت

کله چې به د بهلول زړه تنګ شو، نو د سیند غاړې ته به لاړ. هغه به د سین په غاړه، په ساحل کې کښېناسته او د اوبو ننداره به يې کوله. د اوبو پاکوالی او تازه ګي به يې غوسه له منځه وړله.

کله چې به وزګار و، په ساحل کې به کښېناسته او د ماشوم په شان يې له خټو سره لوبې کولې.

یوه ورځ د په ساحل کې ناست و او له خټو څخه يې د سیند په غاړه کور جوړولو. د کور مخې ته يې باغ جوړ کړ، په باغ کې يې وړې وړې بوټې او ګلان کښېناوه.

ناڅاپه يې د قدمونو آواز تر غوږ شو، ور ويې کاته، میرمن زبیده وه ( د هارون رشید میرمن)، یوه خدمتګاره يې ورسره وه او د بهلول خواته راتلل.

بهلول خپل کار ته دوام ورکړ. د خلیفه هارون رشید میرمنه يې څنګ ته ودرېده او پوښتنه يې ځني وکړه:

-        بهلوله! څه جوړوئ؟

بهلول په ډېرې جدي لحجې ځواب ورکړ:

-        جنت جوړوم

د خلیفه میرمنه  پوهېده چې بهلول ټوکې کوي، ويې ويل:

-        جنت دې خرڅوئ نه؟

بهلول ځواب ورکړ:

-        خرڅوم يې!

-        په څو

-        سل دیناره

زبېدۍ وویل:

-        زه يې اخلم.

بهلول سل دیناره واخیسته او ويې ویل:

-        دا جنت ستا شوه، قباله يې سبا ته درکوم.

زبېده وخندیده او لاړه.

بهلول سکې واخستې او د ښار په لور لاړ. په لاره کې چې به يې هر ملنګ او فقیر ولیده، یوه یوه سکه به يې ورته ورکاوه. کور ته په داسې حال کې ستون شو چې ټولې سکې يې صدقه کړې وې.

په همغه شپه زبېدې خوب ولیده چې یو لوي باغ ته ورننوځي. د باغ په منځ يې يې ماڼۍ ولید چې په اووه رنګه زیوراتو باندې ښکلې شوې وه. د باغ د ګلونو بوي ډېر عجیب و. د هرې ونې لاندې څو وینځې د خدمت لپاره ولاړې وې. یوې کنیزې زبېدې ته یوه طلايي پاڼه ورکړه او ورته يې وویل:

-        دا د همغه جنت قباله ده چې تا له بهلوله اخیستی و.

سهر چې کله زبېده له خوبه راویښه شوه، د جنت د اخستلو او د خوب ټوله کیسه يې هارون رشید ته تېره کړه.

په همغه سهر هارون رشید خپل یو خدمتګار د بهلول لور ته واستاوه. کله چې بهلول ماڼې ته راننوت، هارون رشید هغه ته ښه راغلاست ووایه او د هغه يې ډېر تود هرکلی وکړ. بیا يې سل دیناره بهلول ته ورکړ او ورته يې وویل:

-        کوم جنت چې دې په زبېدې خرڅ کړی، یوه دانه پرما هم خرڅ کړه!

بهلول سکې بېرته هارون رشید ته ورکړ او ورته يې وویل:

-        په تایې نه خرڅوم!

هارون رشید وویل:

-        که نورې پېسې غواړې، درکوم يې!

بهلول وویل:

-        که زر دیناره هم راکړئ، په تايې نه خرڅوم.

هارون رشید په غوسه شو او پوښتنه يې وکړه:

-        ولې؟

بهلول ځواب ورکړ:

-          زبیدې چې جنت اخستلو، نه يې و لیدلی، تا اوس جنت لیدلی او غواړې وايې خلې. زه يې په تا نه خرڅوم.

 

۱۴ جدي ۱۳۸۹

۴ جنوري ۲۰۱۱

جلالکوټ

 

شاه ولی حان احمدزی 09.07.2011 19:18

سلام وروره ماته دی بهلول اوامام غزالی صاحب قیصه نشرکړی مننه<br />

جنت الله مينه وال 14.01.2011 09:19

مننه ډيره خوندوره قصه ؤ الله ج دي تفيق درکړي چي نوري د پند او نصحت قصي راته وړاندي كړې )

فضل ربی 10.01.2011 04:50

دا وا قیعت ده.<br />مننه.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.