Paimana

زه د امن اور کې سوځم

28.09.2010 09:13

زه د امن اور کې سوځم

ستا د امن لاره ډکه له لمبو ده

ستا د سولې شعارونه بې مانا دي

زما سپرلی سپرلی ماحول دې لولپه کړه

زاڼې زرکې ستا له لاسه په ژړا دي

 

د خپل جنګ له تاترې شمه وتلی

ستا د سولې له سايې نه امان غواړم

د حالاتو کشمکش سره عادت یم

ستا د عدل فیصلې نه امان غواړم

 

ته د اور لمبه په اور وژلی غواړی

د رڼا هره زره دې ترږمۍ کړه

ما د شپې تیارو ته ارت خپله سینه کړه

په لوی لاس دې اراده زما لیونۍ کړه

 

ستا د سولې د کاروان د آسو پښو ته

زمونږ ګلونه ماشومان شول پاڼې پاڼې

ستا د تورې د ګذار لاندې جلاده

څه بې وسه انسانان شول پاڼې پاڼې

 

ای بې رحمه د ټوپک خوله دې شه ماته

نورنو مه شینده اورونه توره شپه ده

ماشومان دې د ابد په خوب ویده کړل

ورته وران دې کړه کورونه توره شپه ده

 

دا د کوم جرم سزا ده چې دې راکړه

توره شپه کې دې ډیوه راځني یوړه

اوس خپل ځان ته هم د شک په نظر ګورم

تا د شناختې آینه راځني یوړه

 

ستا د ژبې هر یو لفظ ډګ له فریبه

ای د سولې ترجمانه رنګ دې ورک کړه

ما لیدلې ستا څهره ترنقاب لاندې

سوله نه غواړمه ورک شه جنګ دې ورک کړه

 

شیرین اغا جهانګیر

۶ میزان ۱۳۸۹

۲۸ سپټمبر ۲۰۱۰

د صفا راډیو اداره، جلال آباد

احدالله (تنها) 28.09.2010 12:35

زه خپل سلامونه ټولو پښتنو ورونو ته چی په هر ځای که وی وړاندی کوم پس له سلام نه غواړم چی ووایم ای پښتنو ورونو تاسو نن وگوری چی ستاسو دښمنانو هغوی چی په خارج که دی که په داخل که ستاسو له منځه وړولو لپاره روزانه دسیسی جوړه وی او غواړی چی تاسی دنیا ته د دحشتگر او تروریست په نامه معرفی کړی او خپل نا پاکه څهری پاکی کړی .نن هغه پښتو سایتونه چی حقیقت خللکو ته وایی پر هغو بندیز لگیږی هغه د افغانی کلتور په زیان معرفی کوی مگر د خپل ځانه نه خبره چی ټول د ایران هغه نجیس فرهنگ په خپله پاکه خاوره پلی کوی .مونږ پښتنه باید د دغی بلا نه ځانونه او الادونه خلاص کړو او هغو ته هغسی درس ورکړړ چی په ټول عمر که له یاده ونباسی .<br />مگر دا کار هغه وخت شونی دی چی ټول پښتنه په یوه آواز او په اتفاق او اتحاد سره یو ځای شی.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.