Paimana

لوږه

22.09.2010 07:03

لوږه..............

تکه سرمه غرمه وه. دروازه ټک ټک شوه. پلار مې ور پرانیسته. د دروازې تر شا یو سپین ږیری ولاړ وو چې مایوسه څهره يې نیولې وه. وړاندې تردې چې پلار مې څه ووايي، سپین ږیري وویل:

-         درې ورځې کیږي چې په کور کې د خوراک لپاره څه نلرو.

پلار مې یوه خبره هم ونکړه. کورته ننوت او په کور کې د پوخ شوي خوړو نیمايي يې کاسې ته واچاوه او  ما ته يې وویل چې خواړه د سپین ږیري کورته یوسم او کاسه ترې بېرته راوړم. زه له سپین ږیري سره روان شوم. کله چې د هغه کورته ورسیدم، هغه په کاسه کې خواړه دوه برخې کړې او راته يې وویل:

-         ته همدلته اوسه ترڅو زه بېرته راځم.

زه پټ پټ د سپین ږیري پسې لاړم او ومې لېده چې سپین ږیري د خوړو کاسه بلې کورنۍ ته ورکړه. کله چې بېرته راستون شو، زه يې ولیدم، پوه شو چې ورپسې راغلی یم. هغه وارخطا شو او راته يې وویل:

-         په دې سیمه کې زما په شان ډیر زیات مسکینان ژوند کوي. دغه کورنۍ هم درې ورځې کیږي چې څه نلري او وږي دي. زه پوهیږم چې له دریو ورځو نه ورسته د خوړو خوړل څومره خوند کوي...

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۱۷ سنبله ۱۳۸۹

۸ سپټمبر ۲۰۱۰

د صفا راډیو اداره، جلال آباد

 

najeeb shida 09.01.2011 18:38

may God give you a long life , i like your novels hope you write more.

زړګې 23.09.2010 04:22

ka chery zmoz da watan masharan dasi fiker walari saranga che da spin zary sarai, no bya shayed zmoz watan da so kali par lor rawan se.

Ahmad 22.09.2010 09:57

salamoona wrora, der khkule, magar der dardnaaka qisa da, Allah de pa qalam barak ka

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.