Paimana

احسان

07.09.2010 11:10

احسان.......................

هغه ایله د لسو کالو و. له ډېرې بې وسۍ نه او ددې لپاره چې د خپلو زدکړو او د ژوند د پرمخ بیولو لپاره پېسې پېدا کړي، کوڅه په کوڅه به ګرځېده او د ماشومانو د لوبو شیان به يې خرڅاوه. له یوې کوڅې نه بلې ته او له یوه کوره بل ته ددې لپاره تله چې کېدای شي څوک ورنه یو څه وپیري.

یوه ورځ غرمه مهال يې خپل جب ته پام شو چې ایله لس سنټه ورته پاتې شوي، او په همدې وخت کې ماشوم سخت وږی شوی وو. پریکړه يې وکړه چې له یوه کوره لږه خواړه وغواړي. ناببره يې د یو کور دروازه وټکوله. یوه پېغله ، یوه ښکلې نجلۍ دروازه خلاصه کړه. کوچنی هلک د نجلۍ په لیدو وارخطا شو او د خوړو پرځای يې یواځې یو ګیلاس اوبه وغوښته.
نجلۍ پوه شوې وه چې دغه ماشوم هلک ډیر زیات وږی دی، نو د اوبو پرځای يې هغه ته یوه ډکه پیاله شېدې راوړلې. ماشوم په ډېر خوند او ورورو شېدې وڅکلې او له نجلۍ نه يې پوښتنه وکړه:

-         څو روپۍ شوې؟

نجلۍ ځواب ورکړه:

-         هیڅ نه. ما ته مې مور رازده کړي دي چې د نېکۍ بدله باید ونه غوښتل شي.

ماشوم وویل:

-         زه لتاسو نه د زړه له کومي مننه کوم

کلونه وروسته همدغه نجلۍ چې نوره هم مشره شوې وه، ناروغه شوه. سیمه ایز ډاکتران د هغې د ناروغۍ له درملنې نه ناتوانه شول او هغه يې د درملنې لپاره ښار ته واستول ترڅو په یو پوره سمبال او مجهز روغتون کې تکړه متخصصین د هغه د ناروغۍ درملنه وکړي.
د روغتون مسئولینو د ناروغ د وضعیت د څیړنې او مشورې لپاره (ډاکتر هوارډ کلي) وغوتښتل. کله چې ډاکټر هوارډ پوه شو چې ناروغ يې له کوم ښاره راغلې ده، په سترګو کې يې یوه عجبیبه برېښنا شوه. بې له ځنډه پورته شو، خپل سپین لباس ېې په تن کړ او د خپل ناروغ د لیدلو لپاره د ناروغ د خونې لور ته روان شو. کله چې ډاکتر د ناروغ خونې ته ننوت، په لومړي نظر يې هغه وپېژنده.

ډاکتر د مشاورې خونې ته لاړ او امر يې وکړ چې د ناروغ د ژغورلو لپاره باید زر تر زره اقدام وشي. له هغه وروسته يې نوموړې مېرمنه د خاصو پاملرنو لاندې ونیوله او په پایله کې د زیاتې درملنې او کوښښونو وروسته ډاکتر بریالی شو چې خپل ناروغه وژغوري.

په روغتون کې د ناروغې وروستۍ ورځ وه. د ډاکتر په غوښتنې د ناروغې د درملنې لږښتونه د تائید لپاره نومړي ته یوړل شول. د لږښت پاڼې یوې څنډې ته یو څه لیکل شوي وو. هغه يې د لیک په پاکټ کې واچوه او ښځې ته يې ولیږه.
کله چې ښځې د لیک پاکټ ولېده، د پاکټ له پرانیسو او په پاکټ کې د لږښتونو د یو بېل له لېدو نه ډارېده. نور نو مطمئینه شوې وه چې باید ټول عمر د دغه بېل د تاديي لپاره ولږوي. بالاخره يې خپله پرېکړه وکړه او د لیک پاکټ يې پرانیسته. د لیک په پاکټ کې یو څه د هغې پام ځانته واړو. د لیک په سر کې یو څه لیکل شوي وو. په قراره يې ولوسته:

-         ددغه بېل قیمت ډېر پخوا د یو ګیلاس شېدو په واسطه ورکړل شوی دی.


ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۱۵ سنبله ۱۳۸۹

۶ سپټمبر ۲۰۱۰

د صفا راډیو اداره، جلال آباد

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.