Paimana

اوباما ته لیک

31.07.2010 08:44

پرانیستی لیک: د امریکې ولسمشر، بارک اوباما ته!

د پښتنو پروړاندې تبعیض

 

 

له طرفه د:

ډاکتر مصداق، ډاکتر زیرکیار، ډاکتر میرکي او ډاکتر برهاني

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

                                                                           ۱۹-۰۷-۲۰۱۰      

ننګرهار، جلال آباد            

دغه لیک د امریکې د متحده آیالاتو ولسمشر بارک اوباما، د متحده آیالاتو د ولسمشر مرستیالې هیلرې کلنټن، د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر جان کیري او لوړ پوړی غړی ریچارډ لوګر ته، د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل، د متحده ایالاتو د مهورو ورځپاڼو لیکوالانو او ځني نورو مهمو اشخاصو ته د ۲۰۱۰ زیږدیز کال د جون په ۱۲ نېټه لیږل شوی وو.

پښتانه د معاصر افغانستان بنسټګران دي او هغه اساسي ډله ده چې د تیرو دوه نیمو پیړیو راهیسې د هیواد څخه دفاع کوي. ډیر د خواشینۍ ځای دی چې په دننه او بهر کې  د ناسمو معلوماتو او د خپل منځي توکمیزې کینې له امله ددوي پر وړاندې له تعصب څخه کار اخستل شوی دی. پښتانه د افغانستان د نفوسو ۶۲٪ سلنه جوړوي ( وګورۍ! د واک فاونډیشن، د افغانستان توکمیز ترکیب، ۱۹۹۸، ډاکتر مصدق، سیاسي اخلاقي کمزورۍ او بهرني لاس وهنې، ۲۰۰۶)، او د دوي سره تر اوسه پورې د ګاونډیو هیوادونو، ایران، او پاکستان له لوري  د هیواد څخه د تبعید شوو په څیر چلند کیږي او د طالبانو له راپرځیدونه ورورسته د ناټو او ایتلافي ځواکونو له لوري هم له دوی سره همدا ډول چلند کیږي.

په پاکستان کې پر پوله میشت پښتانه د پاکستان د ۱۸۰ میلونه وګړو ۱۳ سلنه جوړوي( په دې کې د فاټا خپلواکه قبایلي سیمه نده شمیرل شوې). او تر اوسه له دغه ۵۰ میلونه وګړو سره داسې چلند کیږي چې ګواکې دوي ټول طالبان او القاعده وي. په هر حال، له حقیقت څخه هیڅ شی پټ ندی. اوس مهال په میلونهاوو خلک دننه د پاکستان په سوات او فاټا سیمو کې د طالبانو پر ضد راپورته کیږي. د یادونې وړ ده چې هیڅ لوستي افغان پښتون د طالبانو په شپږ کلنه واکمنۍ کې دنده نده اجراء کړې. دا په داسې حال کې ده چې په زرګونه پښتنې میرمنې، ماشومان او مشران چې له هیڅ کومې مخالفې ډلې سره یې تړاو نه درلود، د تروریزم په نوم په افغانستان کې د ایتلافي قواوو په واسطه بمبار شوي دي( پروفیسور مارک ډبلیو، د نیو همپشهر پوهنتون).

همدا شان په زرګونه خلک مهاجرت ته اړ شوي دي او په دې پلمه چې ګوندي دوي طالبان دي، کورونه يې په پاکستان کې ویجاړ شوي دي. په کندهار، فراه او د افغانستان په شرق او جنوب کې پرله پسې بمبارۍ او د ښځو او ماشومانو وژنې نه یواځې د افغانانو، بلکه په نړۍ کې د ټولو خلکو لپاره د کرکې وړ ګرځېدلي دي. پروفیسور صدیق نورزوی د خپل درد اظهار په خپله مقاله کې چې د ۲۰۰۹ کال د ډسامبر  په میاشت کې خپره شوه، کړېده. WWW.M.E.I.EDU.CO . هغه د یوکلن او شپاړس کلن عمر ترمنځ د پښتنو ماشومانو قتل  په ګوته کړی دی. په افغانستان کې د اوسنئ جګړې سرچینه د طالبانوراګرځیدل، د امریکې د تیلو د کمپینو له اتحاديې UNOCAL  څخه د ارجنټینا د تیلو او ګازو کمپنۍ(Bridas )  له لوري د مرکزي آسیا د تیلو او ګازو څخه د افغانستان له لیارې د هند سمندر ته د پایپلین د غزولو د ښو شرایطو وړاندیز ته ورګرځي.

په افغانستان باندې په یو کنفرانس کې چې د ملګرو ملتونو له لوري حمایه کیده   ( برلین، جرمني، د ۲۰۰۱ کال د جولای میاشت) امریکايي چارواکو د پاکستان د بهرنیو چارو سکرتر، نیاز نایک ته مشوره ورکړه چې "مخکې لدېنه چې د اکتوبر په میاشت کې واوره راښکته شي، موږ به په افغانستان حمله وکړو" د (بروس جي ریچارډسن)  له قوله چې د افغانستان په اړه د دوو کتابونو لیکوال دی، د نایک خیال داوو چې په افغانستان کې به د امریکې لاس پوڅی رژیم د   UNOCAL   د پایپلاین په پرمختللې پروژې بدلې شي.

امریکايي ژورنالیست، ریچارډسن د سي آی اې یو پخواني افسر، کریسټن روکا ته اشاره کوي چې د امریکې تر رهبرئ لاندې مذاکراتو کې یې طالب چارواکي زړه نا زړه کړه او ورته يې وویل" ته باید دا زرین وړاندیز ومنې! که نه نو مونږ به دې د بمونو په فرش کې ښخ کړو" .

 همدارنګه امریکې په طالبانو باندې د حلمې پلان جوړ کړی وو( بي بي سي، جنوبي آسیا، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۸، ۱۱:۲۷ (GMT/UK. . په افغانستان باندې د زیرکیار ستراتیژیک نظر، د ۲۰۱۰ کال د مې میاشت. دا  د CNN په واسطه هم خپره شوې وه. د ګارډین ورځپاڼو هم همدا مرکه خپره کړې وه.

همدا ډول یو بل تعصب او کینه د پښتنو پر وړاندې د شمالي اتحاد له لوري چې ځنې وزارتونه، ولایتونه او سفارتونه يې په بهر کې  د ځان لپاره ځانګړي کړي دي، هم تجربه شوې ده.
 په تېرو نهو کلونو کې، جګړه په پښتني سیمو کې دوام لري. ځینې د ګوتو په شمیر ښوونځي په دغو جګړه ځپلو ولایتونو کې پرانیستې دي. ددغو سترو ستونزو سره سره زده کوونکي خپلو زدکړو ته دوام ورکړی. خو بیا هم په کابل کې ډیر لږ شمېر دغو زدکوونکو ته اجازه ورکړل شوې ده چې په کابل کې خپلو لوړو زدکړو ته دوام ورکړي. د بیلګې په توګه:

تېر کال له څلورو پښتون میشتو ولایتونو؛ قندهار، هلمند، اورزګان او زابل څخه یواځې ۷۲۷ زده کوونکو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي، دا په داسې حال کې وه چې په همدې وخت کې د شیعه هزاره ولایت څخه ۱۰۵۶، له کم نفوسه ولایت بدخشان څخه ۲۳۰۵ او د جوزجان له خورا کوچني ولایت څخه ۹۳۴ زده کوونکو وکولای شول چې د کانکور په ازموینه کې بریالي شي.
 په دغو جګړئییزو سمیو کې زده کوونکي ښوونځي ته په تګ سره خپل سرونه په خپلو لاسونو کې نیولي دي. تراوسه ددې پرځاې چې دوي ته لومړیتوب ورکړل شي ترڅو له هغو بورسنو څخه ګټه پورته کړي چې د ملګرو هېوادونو له لوري وړاندې شوي دي، د دوي پروړاندې له تبعیض څخه کار اخستل کیږي. د بهرنیو او لوړو زدکړو وزارتونو ژمنه کړې ده چې پښتنو ته به اجازه نه ورکوي چې بهر ته د زدکړو لپاره لاړ شي، پرځای يې د ۹ سلنیز شیعه او ۱۲،۵ سلنیز تاجک لږکیو څخه نا وړ زده کوونکي هغه بورسونه ترلاسه کوي چې د هندوستان، روسیې، ایران، مصر او حتی متحده آیالاتو او برطانیي له لوري وړاندي شوي وي.( د واک فاونډیشن او پورته مصداق وګورئ!).

ډاکتر میرکي چې د یوې نومیالي افغاني کورنۍ څخه دی،   کابل ته په دې موخه تللی وو چې اوسنئ ملي ټولټاکنې وڅاري او ملاحظه يې کړي، لاندې تبعیضات په ګوته کوي:

د میدان وردګو یوه ډله پښتانه زده کوونکي له میدان وردګو څخه د لوړو زده کړو وزارت ته لاړل او غوښتل يې چې بورسونه ترلاسه کړي. دوی ټول  اول نمره ګان او په عالي درجه بریالي شوي زده کوونکي  وو. مګر دوي ته وویل شول چې د پاکستان کویټې ته لاړ شئ او هلته برسونه ترلاسه کړئ. زده کوونکو د وزارت دغو چارواکو ته وویل  چې دوي افغانان دي، پاکستان ته به ولې ځي؟ مګر د وزارت کارکوونکي وخندل او ورته يې وویل"  کیدای شي چې ملا عمر درته بورسونه درکړي" .    
له کابل څخه یوه بله ډله زده کوونکي چې پښتانه، تاجک او هزاره ګان پکې شامل وو، د لوړو زده کړو وزارت لاړل چې د بورسونو د لاس ته راوړلو لپاره وړاندیز وکړي، ټول غیر پښتانه زده کوونکو وکولای شول چې بورسونه لاس ته راوړي، په داسې حال کې چې ډیری پښتانه د لږکیو په نسبت ددغو برسونو د ترلاسه کولو وړتیا لرله، خو وې نشو کړای چې کوم بورس ترلاسه کړي.

یوه بله ډله پښتانه زده کوونکي له بغلان(مرکزي افغانستان) څخه غوښتل چې کابل ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره لاړ شي، په همدې حال کې یو تاجک جنګسالار په دې اړه خبر شو.  دغه جنګسالار دنوموړو زده کوونکو بس ته کمین ونیو، وی ډبول او ټول يې ټپیان کړل. له دغو زده کوونکو څخه یو هم ونشو کولای چې کابل ته لاړ شي.

موږ دا نه وایو چې پښتانه چې د نفوسو اکثریت تشکیلوي، باید ددغو بورسونو زیاته برخه دوي لاس ته راوړي، موږ د یوه داسې علمي معیار غوښتونکي یو چې د بورسونو سپارلو اصل پکې (وړتیا) وي. په هیڅ هیواد کې تر ډیرې مودې پورې د اکثریت پروړاندې تبعیض نشي کیدای. دا ډول تنګ نظري به زر او یا ورسته خطرناک غبرګون ولري.

زیرکیار، چې د جرمني د برلین له آزاد پوهنتون څخه د سیاسي علومو په برخه کې دوکتورا لري او په افغاني، امریکايي او جرمني پوهنتونونو کې يې تدریس کړی دی، لا وړاندې ددې ډول تعصب په اړه غږیدلی دی:

"زه غواړم په یوې مهمې موضوع باندې تاکید وکړم: د افغاني ټولنې ډېری زده کوونکې، چې پښتانه دي، خپل هغه مناسبه برخه بورسونه نشي ترلاسه کولای چې افغانستان ته د ملګرو هیوادونو له لوري ورکول کیږي. دغه ناسمه پالیسي په ټولو پښتنو بغېر د طبقو د په نظر کې نیولو او نه هم داچې دوي د افغانستان په کومه برخه کې میشت دي، اغیزه کوي،  او دا په جګړه ځپلي افغانتسان کې  د سولې د پروسې د تامین او د ملت د یوالي وروستئ هیلې هم  له منځه وړي. زه په دې تشویش کې یم چې په تعلیم کې دا ډول تبعیض به لا ډیر ټولنیز او سیاسي بې ثباتي پیدا  کړي؟"

لکه څنګه چې په افغانستان کې د مفسد نظام د ترکیب په اړه معلومات ښکاره شوي، یوه کمه لږکۍ چې د بهرنیو ځواکونو سره تړلې ده، په هېواد د سیاسي، نظامي او اقتصادي ځواک زیاته اندازه د ځان لپاره ځانګړې کړې او د بهرنیو په خدمت کې دي. دغه اقلیت ځواک ته امتیاز ورکول به لکه یو لاس  په اجتماعي اقتصاد  او سیاسي اجنډا کې چې د بهرني فرهنګي جاطلبۍ په په واسطه رواج شوی دی، رادننه شي. د قدرت دغه نوی جوړښت کیدای شي چې د بهرنیو په مرستې او یا د هغوي له مرستې پرته په اکثریت پښتنو تحمیل شي. په افغانستان کې د ۳۰ کلن تاوتریخوالي وروسته، هیواد د سولې عاجلې پراختیا، معاصر اقتصاد او ملي یو والي ته اړتیا لري، نه کوم پښتون ضد حاکم نظام او نه هم د کینې او نه زغم د مفکورې د پراختیا لپاره د یوه ټولګي جوړولو ته.

جیني سپنک، څیړوونکی، چې د افغانستان د څیړنې او ارزیابۍ له ډلې سره یوځای شوی دی، لیکي:" ښوونکي زده کوونکو ته د کینې او تعصب درس ورکوي او کتابونه له حده زیات سیاسي شوي او ټولنیز تاوتریخوالی او بیلتون ته لمن وهي، ظاهرآ د نړېوالې ټولنې له لوري چې پراخه پانګه اچونه يې ددغې ستونزې د مخیوې پرځای نوره هم تحریکوي؛ نده لیدل شوې. همدارنګه زه غواړم یوه بله ستونزه هم بربنډه کړم: ( د نړې د حقایقو کتاب) چې په ۱۹۹۲ زیږدیز کال کې د CIA لخوا لیکل شوې، د پښتنو احسائیوي ارزښت يې ډېر زیات ښکته کړی دی.( مراجعه وکړئ!: زیرکیار؛ په پتنګ باز کې د پښتنو شرمول: ارواحیاتي عملیات؟"  د ۲۰۰۹ کال د ډیسامبر ۹، بروس ریچارډسن، افغانستان؛ د رښتینولۍ لپاره یوه څیړنه؛ ۲۰۰۹-۲۰۰۸، ۲۷۵ مه پاڼه)

د غیر پښتون لږکیو د نفوسو د شمیر د زیاتولو او د اکثریت پښتون قام د نفوسو د شمیر د راټیټولو موخه څه ده؟ د  CIA په واسطه ددغه فکر د زیمه وارۍ په سر اخستل د یوې نړیوالې ( غیرمشروع جګړې) د ملاتړ لپاره چې د یوې(مشروع جګړې) بڼه ورکړل شوې وه؛ یوه توطئه ده؛ ددې لپاره چې د اقلیت( اکثریت پښتون) په اصطلاح (استبداد) څخه اکثریت( غیر پښتون اقلیت) آزاده کړي.

موږ ټولو ته هرکلی وایو چې په تیرو شپږو کلونو کې د بورسونو دغه بڼه وګوري چې د بورسونو په ویش کې د ژبني او قومي تړاو د یوې مطلقې بې انصافۍ موجودیت ښيي. له همدې امله له لوړو زدکړو څخه پښتانه زده کوونکي محروم پاتې کیږي. دغه بې انصافي په وزارتونو کې د شمال ټلوالې د تنګ نظره چارواکو  له لوري تجربه کیږي. د هر فوق العاده او ځانګړي پوه پښتون زده کوونکي سره د ۸۰ څخه تر ۹۰ پورې غیر پښتون زده کوونکي د دغو بورسونو له لیارې بهر ته د زدکړو لپاره لیږل شوي دي.

ظمنآ ددغو غیر پښتنو اکثریت په تعلیمي لحاذ د هغو لږ شمیر پښتانه زده کوونکو سره د مقایسې وړ ندي چې د کابل پوهنتون د کانکور په ازموینه کې بریالي کیږي.
د بیلګې په توګه هندوستان د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو لپاره په بیلابیلو برخو ۲۵۰۰ بورسونه وړاندې کړي وو چې په هغو کې ۵۰ يې د انجینیرۍ په برخه کې وې. تر دې دمه له هندوستان څخه هیڅوک د انجینرۍ له فاکولتو څخه ندي فارغ شوي. لامل دادی چې دغه محصلین په دغه ډول فني او مطلوبې رشته کې د ټاکل کیدو وړتیا نلري. او همدارنګه دوي نشي کولای د انګلیسي ژبې په هغه کچه خبرې وکړای شي چې ددغې رشتې لپاره ورته اړتیا ده او نه هم په ریاضیاتو، مثلثاتو او فزیک په برخه کې د هغې کچې او مهارت لرونکي دي چې د انجیرۍ په رشته کې ورته اړتیا ده.

ځني له دغو محصلینو څخه بېرته کابل ته راغلل او ځني نور بیا په هندوستان کې په تېرو څلورو کلونو کې په پرلپسې توګه له یوې رشتې نه بلې ته ځانونه بدل کړل. پروفیسو خالق رشید، چې په ډیلې کې د افغانستان په سفارت کې د تعلیمي برخې د ډیپلوماتیک هیئت غړی (دتشه) دی؛ وايي چې غیر مناسب محصلین هندوستان ته لیږل شوي دي. په داسې حال کې چې دغه ډول قومي او سیاسي ټاکنې ځني نور وړکسان لدېنه محروموي چې له دغه ډول فرصتونو څخه ګټه واخلي.

د هند د تعلیماتو اداره هم یو پلاوی کابل ته لیږلی وو ترڅو له کابل څخه غوښتنه وکړي چې د افغان محصلینو د هغې سهمیې لپاره چې ترڅو اوسه تش پاتې، وړ کسان وټاکل شي.
مونږ لتاسو څخه غوښته کوو چې ددغه ډول تعصب د اوږد مهالې استنباط په اړه فکر وکړئ او د کرزي پر حکومت له خپل نفوس او اغېزې څخه کارواخلي او ورته ووايئ چې د دوي لنډ پارې توب د افغانستان په ګټه ندی. پښتانه د هېواد بنسټګران او ساتونکي دي. که د دوي سره د لوړو زده کړو په برخه کې څوک تبعیض وکړي او که نه، دوي به دا ونه زغمي چې لږکۍ دې پرې حکومت وکړي.

په هرحال؛ په دا ډول بې شرمه او رسوا تبعیض سره د کرزي حکومت او د هغه د شمالي ټلوالې  ملاتړ کوونکي د راتلونکي جګړې تخم شیندي. پوښتنه داده چې که اوسنی حاکم نظام د ۱۵۰،۰۰۰ بهرنیو ځواکونو ملاتړ ونه لري، بیا به څه کوي؟ د افغانستان تاریخ د بهرنیو له لوري د تپل شوو او د لږکیو په واسطه د اداره شوو رژیمونو پروړاندې د مقاومت څخه ډک دی.

په افغانستان کې نړېواله ټولنه باید له هر چا سره د مساواتو او بې طرفۍ له نقطې نظره چلند وکړي. د راتلونکي نسل او مشرانو پروړاندې دغه ډول تعصب ته باید زرترزره د پای ټکی کېښودل شي. د بورسونو ورکوونکي بنسټونه باید مطمئنه شي چې د افغانستان خلکو ته ددوي مرسته او همکاري نده ضایع شوې.

 


 
ماخذونه

1-Nabi Misdaq, B.Sc. (LSE) London University, PhD (Sussex University) UK, Author and Journalist.
2-Rahmat Rabi Zirakyar, PhD in Political Science, Free University of Berlin, Independent Scholar.                                                                                               3-Mohammad Daud Miraki, 2 MAs and PhD, Chicago University, Author and Academic.
4-Ubidullah Burhani, PhD, University of Tunis, Academic and Analyst of Arab Affairs.

 Dr. Misdaq, Dr. Zirakyar and  Dr. Miraki  5-from:  Dr. Burhani

     



 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.