Paimana

یوحبشي به کعبه شریفه ویجاړه کړي

31.03.2010 23:55

یوحبشي به کعبه شریفه ویجاړه کړي

« یوحبشي به کعبه شریفه ویجاړه کړي »
له عبدالله بن عمرورضلي لله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلي لله علی وسلم
وویل:ترڅوحبشیان له تاسوسره جګړه ونه کړي تاسوله هغوﺉ
سره جګړه مه کوﺉ،ځکه چي دکعبي شریفي خزانه به ددؤکو
چنیولینګوحبشي راوباسي.(مشکوته) په بل روایت کي دي چي کعبه
به ددؤکوچنیوکوچنیولینګودرلودونکی حبشي ويجاړه کړي.
(بخاری ومسلم) دکوچنیوکوچنیولینګویادونه یي ځکه وکړه چي دحبشیانو
لینګي واړه دي.شاه صاحب لیکي چي کله له دنیا څخه ټول
مؤمنان ختم شي نوحبشیان به بریدونه شروع کړي اودهغوﺉ
پاچهي به دځمګي پرمخ خپره شي کعبه به ورانه کړي اوحج
به ختم شي.دکعبي له خزاني څخه څه شی مراددی؟ددي په اړه
دمشکوة په شرح مرقات کي یوقول نقل شوی دی چي ترکعبي
لاندي یوه خزانه ښخه ده حبشیان به هماغه راوباسي.

لیکول .مولانامحمدعاشق بلندشهري مظاهري
رالیږونکي : ترنم باباابدالې

رحيمي 01.04.2010 12:17

ګرانه وروه ددی حدیث شریف په اوریدو زه خپله په یو چورت کی غرق شوم - هغه داسی چی پوره یونییم کال تر مخه په سعودی عرب کی د یوبااعتباره افغانی چی په مدینه منوره کی استوګن دی له خولی خبر شوم چی هغه وویل چی کله اوباما د متحده ایالاتو ریاست جمهوری ته کاندید شو نو د یو خبریال د پوښتنی په ځواب کی یی وویل چی که چیری بیا القاعده یعنی مسلمانان په امریکا د ۱۱ ستمبر په څیر بیا زوروری حملی وکړی نو مونږ به د اځل د مسلمانانو قبله یعنی خانه کعبه په نښه کړو او بیا د همدی نفر په ژبه چی امریکه تیار کروز توغندی د خانه کعبی په طرف تیار برابر کړی دی۰ نو والله اعلم ځکه داسی ګونګوسی کله کله دروغ هم خیږی
خو که دلته مونږ او تاسو فکر وکړو د رسول اکرم صلی الله علیه وسلام هره خبره رشتیا شوی ځکه هغه پیغمبر دی
او که لږ نور هم فکر وکړو نو اوبامه هم داصل نه حبشی دی
بس الله پاک پوهیږی بس مونږ تاسو ته پکار ده چی خپله روزمره زندګی د الله پاک په اطاعت او درسول کریم صلی الله علیه وسلم د سنتو سره برابر تیره کړو ځکه یوه ورځ به ضرور الله پاک ته وروان یو چی یو څه نیک عمل خو راسره یوسو کنی بیا به ارمان کوو او هیڅ به مو په لاس نه راځی
په درنښت میرزامحمد رحیمی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.