Paimana

خپلې وزرې دې څه کړئ؟

22.01.2010 09:02

خپلې وزرې دې څه کړئ؟

مرغه د انسان پر اوږو کښېناست. انسان په ډېر تعجب سره مرغه ته مخ واړوه او ورته يې وویل:« زه ونه نه یم، ته نشئ کولای چې زما پر اوږو ځاله جوړه کړئ».

مرغه وویل:« زه د انسانانو او ونو په توپیر دېر ښه پوهېږم. مګر کله کله د انسانانو او ماغانو ترمنځ توپير نشم کولای».

انسان په خندا شو، دغه ستره تېروتنه يې په نظر کې ممکنه نه وه.

مرغه وویل:« رښتیا، ولې دې الوتل پرېښود؟».

انسان د مرغه په خبرو پوه نشو او بیا په خندا شو.

مرغه وویل:« ته نه پوهېږئ چې په آسمان کې څومره ستا ځای تش دی».

انسان نور ونه خندېده. په دې وخت کې یو څه یاد ورغی. داسې یو څه چې نه پوهېده چې څه دي. کېدای شوای چېرته لرې یو شین څیز، یوه زړه راښکوونکې لوړتیا.

مرغه وویل:« لتانه غېر ډېر نور الوتونکي هم پېژنم چې الوتل يې هېر کړي. سمه ده چې د الوتونکو لپاره الوتل یوه اړتیا ده، مګر که تمرین ونکړي، ترې هېرېږي».

مرغه دا خبرې وکړې او والوته. انسان د مرغه پسې شو تر دې چې سترګې يې په یو شین څېز باندې ولږېد او په یاد يې شو چې یوه ورځ ددغه شین شي نوم چې دده د سر دپاسه دی، آسمان وو. انسان ډېر زیات مایوسه شو.

هغه وخت خدای جل جلاله د انسان په کوچنیو اوږو لاس کېښوده او ويې ویل:« یادېږي دي چې ته مې د دوو وزرو او دوو پښو سره پېدا کړی وې؟ ځمکه او آسمان دواړه ستا لپاره ول، مګر تا آسمان ونه لیده. رښتیا ګرانه، خپلې وزرې دې څه کړې؟».

انسان پر خپلو اوږو لاسونه کېښود او د څه شې یو تش ځای يې حس کړه.

هغه وخت د خدای لمن ته پرېوته او په ژړا شو!!!!!

لیکوال: عرفان نظري آهاري

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۱۱-۱۲-۲۰۰۹


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.