Paimana

رواني روغتیا

21.01.2010 20:35

 

رواني روغتیا

 

 

 

 

 

 

لیکوال: احمد شفیق بهروزیان

ژباړن:شیرین آغا جهانګیر

۲۸-۰۸-۲۰۰۹

۷- سنبله-۱۳۸۸  

هرات

 

 

رواني روغتیا

سریزه

زمونږ هیواد افغانستان له سو لسیزو جګړو وروسته ډیر زیات ضررونه ګاللي دي. په میلونهاوو شهیدان،معیوبین او مهاجر ددغې دورې پایله وه. مګر هغه څه چې ډیر زیاب زیان لیدلی او زیاتې پاملرنې ته اړتیالري، هغه ددې ټولنی د وګړو رواني حالت دی.

ډیری خلک د جګړې په دوران کې یا خپل عزیزان له لاسه ورکړي او یا هم د بوګنوونکو سهنو شاهدان ول. ځني هم د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي. او یوه لویه ډله د اوږدی مودی لپاره مهاجر شوي او د خپل وطن پریښدو ته اړ شوي دي.

اوس هم چی د خدای په مهربایئ سره جګړه پای ته رسیدلۍ ده او هیواد د بیا رغونی په حال کې دی، ځني  ستونزی لکه: بیکاري، اقتصادي او کلتوري بیوزلي او ځني امنیتي او تحصیلي ستونزې شتون لري چې د هغو اصلاح او ښه والی ډ‌یر وخت او هڅې ته اړتیا لري.

ټول هغه څه چې مو وویل، کولای شي چې د وګړو په رواني روغتیا باندې اغیزه وکړي او هغوی په رواني ناروغیو او ستونزو اخته کړي.

له بله پلوه زمونږ په ټولنه کې ډیر لږ ارواح پوهان او ارواحي ډاکتران او هم دارنګه موضوع په اړه باندې د خلکو ډیر لږ مالومات ددی دغه مسئله لا پیچلۍ کوي.

ددغې رسالې د چاپ او خپراوي نه زمونږ موخه د افغاني ټولنې د مالوماتو او پوهې لوړوالی او د لومړني او بنسټیز رواني روغتیا په اړه، او هم په افغانستان کې د اوسنیو رواني ناروغیو سره د هغوي اشنا کول دی.

 

 

 

 

رواني روغتیا څه ده؟

روغتیا:

 د نړیوال روغتیايي سازمان(WHO)  د تعریف سره سم، صحت عبارت دی له پوره بدني او ټولنیز هوساینی نه. پر همدې بنسټ، یواځې د بدني ناروغیو نشتوالی د روغتیا نښه نده.

رواني روغتیا:

رواني روغتیا د انسان د روغتیا یو له مهمو برخو نه دی. هغه کس چې د روغ ارواح درلودونکی دی، ددی توان به ولري چې په وضاحت سره فکر او پریکړه وکړي او هغه بیلابیلی ستونزې چې په ژوند کې ورسره مخامخ کیږي، حل کړي. او همدارنګه کولای شي چې له خپلی کورنۍ، ملګرو او همکارانو سره ښې او روغې اړیکې رامنځ ته کړي، د ځان او نورو لپاره خوښي لاس ته راوړي او له ژونده خوند واخلي.

رواني ناروغي:

 رواني ناروغي د دماغ په کار کې اختلال (ګډوډي) دی چې کس  د فکر، احساساتو، کړنو او د ځواکمنتیا طرز د ورځنیو کارونو په سرته رسولو او د نورو سره د اړیکو ټینګول د اغیزی لاندی نیسي.

هغه عوامل چې کولای شي د رواني ناروغیو د رامنځ ته کولو سبب شي، عبارت دی له:

  • جسمي ناروغئ او ځواکمنتیا (توانايې)
  • عزت نفس او په کمزوري نفس باور
  • بیکاري
  • بی وزلي او اقتصادي ستونزې
  •  کورني شخړې
  •  جنسي سؤ استفاده
  • جګړه او تشدد
  • په کورنۍ کې رواني ناروغئ
  •  د مخدره توکو او الکولو کارول
  •  کلتوري مخالفتونه
  •  د یو ارزښتمند کس یا څیز له لاسه ورکول
  • مغزي جټکه
  • ارثي یا جینیټکي عوامل
  •  د کوچنیوالي د دورې سختې خاطرې او تجربې.

د رواني ناروغیو د درملنی ځني لارې:

مشوره ورکول:

هرکله چې ناروغ، مسلکي مشاور او یا هغه څوک چی د باور وړ يې وي او مشاور يې خبری واوري او هغه د هغو ستونزو په حل کولو کې چې لري يې مرسته وکړي، د ناروغ درملنه تر یوه بریده پوری کېږي.

درملنه:

یو ډاکتر کولای شي چې د درمل په ورکړې سره د ناروغ د ناروغئ په ښه والي کې ډیره ستره مرسته وکړي.

د رواني ناروغیو نښې نښانې:

  • په اړیکو کې کمزورتیا
  • پټ جسمي ستړیاوې او دردونه
  •  بی حوصلګي او زړه تنګي
  • ځان ځاني (ګوشه ګیري)
  • بی خوبي یا ډیر خوب
  • ناآرامي او بیقراري
  • د کارونو په سرته رسولو کې د ځواک ټیټوالی
  • ډار
  • زیات او غیر نورمال غم یا خوښي
  • بی اشتهايې
  • ډیر خوراک
  • غیر عادي کتل، اوریدل او کړنه

خپګان(افسردګي)

د خپګان تعریف:

هغه غمجن حالت دی چې د دوو اونیو نه زیات دوام وکړي. په دغه حالت کې ناروغ د غم، بی علاقه ګۍ، کمزورتیا او ځان ځانۍ (ګوشه ګیري) احساس کوي.

د خپګان ډولونه:

سپک خفګان:

په دغه حالت کې ناروغ د غم او خواشینی احساس ډیر لږ کوي او د شپې، تر مازیګر وروسته یې زړه تنګي ډیریږي.

سخت یا دروند:

 په دغه حالت کې ناروغ د غم او خواشینی احساس ډیر زیات لري. په داسې ډول چې په عادي توګه د کارکولو او ژوند توان نه لري. په سهر مهال کې يې غم او زړه تنګي ډیریږي.

هغه عوامل چی کولای شي د خپګان سبب شي:

  • اقتصادي یا ټولنیزې ستونزې
  •  د عزیزانو له لاسه ورکول
  • اوږمهالې او بی علاجه ناروغئ
  • د ځینو درملو جانبي اغیزې
  • په کور کې د بل غمجن کس شتون
  •  میاشتیني عادت ودریدل.

د خپګان نښې نښانې:

  • ځان ځاني (ګوشه ګیري)
  • د غم او خواشینی احساس
  • خوارځواکي
  •  ستړیا او د انرژۍ نشتوالی
  • د کار لپاره د انګیزې نشتوالی
  • ژونده خوند نه اخستل.

څنګه کولای شو چې له غمجنو او خپه خلکو سره مرسته وکړو؟

هرکله چې خپګان ډیر زیات وي، باید د ډاکتر د نظر لاندی درمل وکارول شي.همدارنګه د کورنۍ د غړو، ملګرو او د ټولنې ملاتړ به هم د ناروغې په ښه والي کي اغیزمنه مرسته وکړي. ناروغ باید یواځې پرینږدو، بلکه باید هغه وهڅوو چې په محفلونو او غونډو کې ګډون وکړي. هغه باید په لټۍ ګرم نکړو.

غمجن کس لټ، کمزوری یا ناپوه ندی، بلکه ناروغ دی او مرستې ته اړتیا لري ترڅو يې روغتیا ښه شي.

 اضطراب

د اضطراب تعریف:

 اضطراب په نړی او افغانستان کې یوه اوسنۍ ناروغي ده. ناروغ د راتلونکي لپاره د تشویش، فکر او ډار احساس لري. لکه څنګه چې ژوند او کار هغه  د اغیزی لاندی راولي.

د اضطراب سببونه کوم دي؟

  • د ژوندانه سختې شیبې
  • د کس شخصیت
  • ارثي او جینیټکي سببونه
  • روږتیا
  •  د کوچنیوالي د دوران ګرانې تجربې.

د اضطراب نښې نښانې عبارت دي له:

  • د ډار احساس لرل
  • نا آرامه او نګران افکار
  • د تیارسۍ او یا تحریک حالت
  • د خولې وچوالی
  •  د معدې ناآرامي
  • نس ناستی
  • د زړه د ضربان زیاتوالی
  • د وینې لوړ فشار
  • خوله کېدل
  • د تنفسي سرعت چټکیا
  •  د سینې په برخه کې درد او ډپوالی
  • د بولو ډیروالی
  • د پښو او لاسونو دګوتو د چوخیدو (سوزنک شدن) اخساس
  • لړزیدل
  • د عضلاتو ترمنځ ګډوډي
  •  ګیچتیا
  • سرتاویدنه
  • سر درد.

دشخص د اضطراب او رواني فشار د اغیزو په راټیټولو کې آرامتیا بخښونکي تمرینات یوه ګټوره لاره ده. کولای شو چې دغه تمرینات د ورځې په هره کړې کې سرته ورسوو.

تنفسي تمرینات:

په ډیرې آرامی او د پزی له لیاری تنفس وکړئ. بیا څو لحظې خپل نفس بند کړئ. اوس په آرامی او د خولې له لیری نفس وباسئ، وروستو له څو لحظو ځنډه، بیا د پزی له لیاری تنفس وکړئ.

عضلاتي تمرینات:

په یو آرام وضعیت کې قرار ونیسئ. څو ځلي تنفسي تمرینات سرته ورسوئ. او د خپل بدن مختف عضلات یو دبل پسې منقبض کړئ او څو ثانيي يې د فشار لاندې ونیسئ، او بیا یې یو ځل خوشې کړئ.

ذهني تمرینات:

 په یو آرام وضعیت کې کښینئ او یا څملئ. څو څوځلي تنفسي تمرینات سرته ورسوئ. د تنفسي تمریناتو سره یوځای خپلې سترګې په آرامی سره پټ کړئ. بیا یوه ښه منظره او یا خپل یوه ښه خاطره او یا یو ښه خوب په خپل ذهن کې انځور کړئ. له څو د قیقو وروسته په ډیرې آرامی سره خپلې سترګې پرانیځئ.

لیونتوب (جنون)

د جنون تعریف:

لیونتوب د رواني ناروغیو یو پرمختللې بڼه ده چې د عجیبو او غیر عادي کړنو، افکارو او ادراکو د بدلون سره مل وي.

د سایکوز عوامل او سببونه:

  • په مغز کې ناروغي او یا خوسا والی (عفونت)
  • پېښې شوې صدمې
  • مغزي تومور
  • لوړه تبه
  •  د ځینو مخدره توکو او الکولو یا شرابو په څکلو کې ډیروالی(افراط)
  • درملونه
  •  ارثي څانګړتیاوی
  • کیدای شي چې ښځې د زیږون نه وروستو سمدلاسه دې ناروغۍ اخته شي.

د سایکوز بڼه او نښې نښانې:

خیالات (توهمات):

 پدې مانا چې ناروغ هغه څیزونه ګوري او اوري چې روغ وګړي يې نه ګوري او نه اوري.

پرتې ویل (له ځانه سره غږیدل):

په دی مانا چې ناروغ خپل ځانګړي ثابت افکار لري چې سالم وکړي يې غلت ګڼي. کیدای شي چې ناروغ پدې فکر کې وي چې خلک ورته د زهر ورکولو ( مسموم کولو) او وژلو هوډ لري او یا یو مهم کس دی (لکه ولس مشر).

غیر عادی کړنی:

 کیدای شي ناروغ له نورو نه ځانله شي او يواځې بې حرکته کښیني، او یا د جامو له بدلولو نه انکار وکړي او خپل پاکوالي ته توجو ونه لري او یا پریشانه او ناندرائيز کړنې ولري.

په جنون یا لیونتوب اخته ناروغانو سره  څنګه مرسته کولی شو؟

دا ټکی ډیره اړینه ده چې باید وپوهیږو چې لیونتوب یا جنون د درملنې وړ دي.

  1. د درملو کارونه د سایکوز په درملنه کې ډیره اړینه ده.
  2. درمل باید د ډاکتر په واسطه رهنمايي او د کورنی د غړو په واسطه ناروغ ته ورکړل شي او هغوي باید مطئن شي چې ناروغ خپل درمل خوړلی دی.
  3. له ناروغ سره مرسته وکړئ ترڅو عادي فعالیتونه او کارونه وکړي.

د جنون د ناروغئ له ناروغ (لیوني) سره بحث او شخړه مه کوئ او هغه باید په زنځیر و نه تړئ.

 

روږدتیا(اعتیاد)

د روږدتیا (اعتیاد) تعریف:

 اعتیاد د هغو موادو سره د ټینګ بدني او روحي تړاو په مانا ده چې د روږدي کس سره مرسته کوي ترڅو د ژوندانه له پیټې ونه وځي. 

کله د روږدتیا په شتون ګمان کیږي؟

که فرد نور د ژوندانه سره علاقه ونه لري او د خپلو دندو او مسؤلتونو سره غفلت وکړي، که فرد زیات ستړی او خوبوړی ښکاره شي او خبری يې ګونګې او بی مانا وي، که فرد خپل پخواني ملګري له لاسه ورکړي، که فرد په کراتو کراتو له پولیسو سره اخوډب وکړي، که کورنۍ یې په کړنو کې د بدلون په اندیښنه کې دي، که ځوان کس په ښوونځي یا په پوهنتون کې د ستونزو سره مخامخ شوی دی په داسې حال کې چې تردې وړاندی یې دا ستونزې نه لرلې، که د کور سامان او پیسې د ورکیدو په حال کې دي، که شخص خپله اشتها له لاسه ورکړي او ورزش لږ وکړي، که شخص پرله پسې ترافیکي پیښې کوي او که شخص د خپل ځان د ساتنې په فکر کې نه دی.

د مخدره توکو د غلتې کارونې پایلې:

  • د رواني ګډوډیو رامنځ ته کېدل لکه: خپګان، ناآرامي یا اضطراب او لیونتوب.
  • د قلبي، تنفسي او هضمي ستونزو رامنځ ته کېدل.
  • د جنسي کمزورۍ رامنځ ته کېدل.

د مخدره موادو د پریښودلو نښې نښانۍ:

  • خپګان
  • غصه
  • د پوټکي لړزیدل او چاودیدل
  • د سترګو او پزې نه د اوبو بهیدل
  • بی قراري
  • خوله
  • خارخت
  •  نس ناستی یا اسهال
  •  پریشاني
  • جسمي دردونه
  • خواګرځیدنه او کانګې.

 

مرګي

تعریف:

مرګي د مغز په الیکترونیکي فعالیتونوکې یوه ګډوډي ده چې د بیرته راګرځیدونکو حملاتو سره، چې د یو ناګهانه پیل درلودونکی دی، شرح کیدای شي.

په حقیقت کې مرګي یوه رواني ناروغي نده ، بلکه یو عصبي ګډوډي دی. کیدای شي ځني خلک هره ورځ ډیری حملې ولري او ځني کله کله. مرګي یوه اوږدمهالی ناروغي ده .

د مرګي ناروغي د پیريانو په واسطه نه رامنځ ته کیږي.

د مرګي د حملاتو بڼه او نښې نښانې:

د حملې نه وړاندی:

  • خپګاني وضع
  •  د بې قرارۍ زیاتوالی
  • سربدالي
  •  په خبرو کولو کی ستونزې
  • د سر درد
  •  په سترګو کې د رڼا د جټکې لیدل
  •  په ناګهانه توګه په یو خوا باندی د سترګو تاویدل.

د حملې پر مهال:

  • بی سدي
  •  پر ځمکې رالویدل
  •  د لاسونو او پښو اوږدیدل
  • د سر شاته کیکاږل
  •  د سترګو د ګاټو تاویدل پورته خواته
  • پر ځمکې باندی د رالویدلو نه وړاندی کړیکه کول
  •  د خولې ځږ کول
  • د لاسونو اوپښو سخت ټکان خوړل
  •  دژبې ژوول
  • بولې کول.

له حملې نه وروسته: ډیری له حملې نه وروستو د کمزورۍ او بی سدۍ ا حساس کوی او ویده کیږي.

دمرګي عوامل او سببونه:                             

  • د زیږون پر مهال صدمې
  • مغزي تومورونه
  • سر باندی وارد شوي جټکې
  • جینیټکي عوامل
  •  په مغز کې خوسا والی (عفونت) لکه MENINGITIS
  •  مالاریا او سل یا تبرکلوز
  • او نور ناپیژندل شوي دلیلونه.

د هغو کسانو لپاره لازمی څارنی چې مرګي لري:

د درمله کارونه باید په منځمه توګه ادامه پیداکړي، حتی هغه وخت چې حملې ودریدلي هم وي . ناروغ باید ګاډی ونچلوي. باید ونه لامبي. د اور او لوړو ماڼیو څنګ ته دی نه ورځي. د خوب او خوراک یوه منظمه برنامه دې پرمخ وړي. د ډیرو بدني کارونو او تمرینونو نه دې ځان وساتي.

باید د مرګي د حملې په وخت کې څه وکړو؟

د ناروغ له څنګ نه ټول خطرناک وسایل او شیان لیری یوسئ ترڅو ځان ته ضرر ونه رسوي. د ناروغ خولې ته هیڅ څیز ونه نیسئ. هغه مه کلکوی او تړئ يې مه. دحملې پر مهال ناروغ په څنګ تاو راتاو کړئ ترڅو یې له خپه کیدو نه مخنیوی وشي. کیدای شي له حملې نه وروسته ناروغ ته خوب ورشي، له هغه نه وروسته ورته ډاډ ورکړئ.

ذهني کمزوري

د ذهني کمزورۍ تعریف: هغه حالت دی چې د دماغ پرمختګ او ځواک د کس د عمر سره په مقایسه ډیر کمزوری او غیر نورمال وي.

د ذهني کمزورۍ درجې:

لږیا کم: د ذهني کمزورتیا تقریباً ۸۵٪ ناروغان پدې ډله کې وجود لري.هغوی لږترلږه د کړنی او وینی د نورمال ځواک خاوندان دي. مګر په کورني او کاري مسؤلیتونو کې مرستې ته اړتیا لري.

منځ مهالی : د ذهني کمزورتیا تقریباً ۱۰٪ ناروغان پدې ډله کې وجود لري. ډیر ساده خبری کوي. ځني مهارتونه له ډوډی خوړل او جامې اغوستل د وخت په تیریدو سره لاس ته راوړي.

زیات: د ذهني کمزورتیا تقریباً ۳-۴٪ ناروغان پدې ډله کې وجود لري. د هغوي پرمختګ په ډیره څرګنده توګه بتي وي. ډیر زیات مرستې او توجو ته اړتیا لري.

ډیر زیات: د ذهني کمزورتیا تقریباً ۲-۱٪ ناروغان پدې ډله کې وجود لري. هغوي حتی په ساده وو ورځنیو کارونو کې هم ډیری مرستې ته اړتیا لري. د خبرو کولو جوګه ندي.

هغه عوامل چې کولای شي د ذهني کمزوری د رامنځ ته کولو سبب شي:

  • ارثي یا جینیټکي خواص
  • د الکولي مشروباتو کارونه
  •  د مور په واسطه د حاملګۍ پرمهال د جواز نه لرونکو درملو کارونه
  •  د زیږون پرمهال سخته ضربه خوړل
  • د ماشوم بی وخته له لاسه ورکول
  •  سخته خوارځواکي
  • نوری ناروغۍ لکله: تور ټوخلی، سرخکان او د کوچنیوالي په دوران کی منانژيت (MENINGITIS).

 

ذهني کمزوري د درملنی وړ ندی

د ذهني کمزورۍ نه څنګه مخنیوی وکړو؟

د واکسین په واسطه مصونیت (خوندي والی)، د یو مسلکي کس په واسطه د زیږون سرته رسول، د حاملګۍ پرمهال د مور مناسبه تغذیه، د ماشوم مناسبه روغتیا، د ۲۰ نه په کم او د ۴۰ نه په  زیات عمر کې حامله کیدل او همدارنګه د ډیر نږدی خپل سره واده کول د ذهني کمزور ماشوم د زیږیدو خطر ډیروي.

د پای خبری:

هیله لرو چې ددغی کتاب ګوټي په لوستلود سره د رواني روغتیا موضوع مو له ښه درک کړی وي او د رواني ناروغیو سره ښه آشنا شوي وۍ.

د رواني روغتیا د ارزښت په اړه باید د غو ټکو ته توجو ولرئ:

  1. انسان که په هر اقتصادي او ټولنیزحالت کې وي، شونې ده چې د خپل ژوند په اوږدو کې په یو د رواني ناروغیو اخته وي.
  2. په رواني ناروغۍ کې د ځان وژنې او یا نورو ته د ضرر رسولو امکان ډیر زیات دی.
  3. رواني ناروغي ډیر زیات کمزوری کوونکی دی او د ناروغ د کار او ژوند په اړیکو او حتی د هغه په کورنی باندی اغیزه کوي.
  4. همدارنګه باید په یاد ولرئ چې رواني ناروغي د جسمي ناروغۍ د بد تره کیدو سبب کیږي، او د هغه برعکس.
  5. ډیری رواني ناروغۍ اوږد مهالې درملنې ته اړتیا لري، پرهمدی بنسټ حتی د ناروغ د وضعې د ښه کیدو په صورت کې هم باید ددرملو کارونه د ډاکتر د اجازې پرته ونه درول شي.

همدارنګه باید توجو ولرئ چې رواني ناروغان عاطفي او ټولنیز ډاډ او ملاتړ ته اړتیا لري. مګر په ډیرې خواشینۍ سره چې د ټولنې د علمي کمزورۍ په سبب ناروغ د ټولنې او اطرافیانو په واسطه د تبعیض لاندی راځي.

په همدی اساس مونږ دنده لرو چې په مهربانۍ او خواخوږۍ سره هڅه وکړو چې د ناروغ درد او کړاو کم کړو او د ډاکتر او د درملنی په مرسته هغوي نورمال او او روغ ژوند ته بیرته راوګرځوو او په هیڅ نوم باید هغوي سپک او مسخره نکړو.

 

 

پای

ومن الله توفیق


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.