Paimana

فریاد

21.01.2010 20:53

فریاد

یوه چغه کول غواړي یو آواز  کول په کار دی

د خدای په لور اسمان خواته پر واز کول په کار دی

 

ریښې ریښې به وشیندو تارونه د ګریوان

خبر به په حالاتو کړو څښتن د خپل انسان

 

د خدای په کور کې ویر کوو فریاد کوو ژړېږو

ضرور به د ادم د بچو یاد کوو ژړېږو

 

تصویر ورته د بم او د لمبو مخې ته ږدو

ټوټې ورته د ښار د آینو مخې ته ږدو

 

واړه واړه لاسونه د کوچنیانو وړو په جب کې

کیسې د بدرنګۍ د انسانانو وړو په جب کې

 

ټوټې ټوټې منګي به له ګودره ټولوو

وزرې د کونترو له سپین غره ټولوو

 

تپوس کوو چې ولې اباسین په وینو سور دی؟

له کومې خوا راوړی آمو غیږه کې ناسور دی؟

 

د نیمې شپې د ډزو او د بم ورته وایو

په کور کور کې د ویر فریاد او غم ورته وایو

 

تپوس کوو چې ولې ماشومان راته وژني؟

انسان توره اخستې ده انسان راته وژني

 

جګیږي د ګلونو له ګلزاره سرې لمبې

راوړي چا زمونږ تر کنډر ښاره سرې لمبې

 

بهار مو ډک له کرکې دې اختر مو ډک له ویره

ماښام مو غم لړلی دی سهر مو ډک له ویره

 

 

 

شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګی هرات

۳۱-۱۲-۲۰۰۹

جلا ل الدین 22.01.2010 17:07

ستا څخه هم دکنړدنښترونو هومره مننه کوم،،،،الله )(ج)(دی نور بریا هم در په برخه کړۍ....ستاسو کشر ورور جلال الدین ؛ ځکه چې عمر می ١٧ کله دې.....

جلال الدین 22.01.2010 13:46

<p>سلام عیلکم ، زه ستاسو ته د زړه له کومۍ سلامونه وایم ،،،او بعد دسلامه ستاسو ډیر خکلۍ خکلۍ شعرونه ،او نور خکلۍ خپراونی مونږ ته وړاندۍ کوې ،،،،ستاسو څخه یو دنیا مننه کوم،،،،،،</p> <p>پېمانه: علیکم السلام جلال الدینه وروره: زما هم د زړه له تله د کنړ د نښترونو هومره سلامونه ومنئ. مننه کوم چې زما مات او ګوډ شعرونه او لیکنې مو ولوستئ. زما خیال او هنر ستاسو له برکته دی. که تاسو نه وای، نو دا فریاد به هم نه وای. زما پاڼه ستاسو پرمخ خلاصه ده. تاسو ته هر کلی وایم.</p> <p>ستاسو کشر ورور:</p> <p>شیرین اغا جهانګیر</p>

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.